ټولنه

په غزني کې ٢٠٠ کورنيو مرسته ترلاسه کړه

 کابل/ د غبرګولي ١٥ مه / باختر
په غزني کې پر ٢٠٠ اړو کورنيو پرون خوراکي توکي ووېشل شول.
د غزني د والي وياند وحيدالله جمعه باختر آژانس ته وويل چې د دغه ولايت په ده يک ولسوالۍ کې پر هرې اړې کورنۍ يوه بورۍ اوړه، يوه بورۍ وريجې او ٥ ليتره غوړي ووېشل شول.
هغه زياته کړه چې دغه مرستې د غزني د والي وحيدالله کليمزي له لارښوونې سره سم، پر هغو کورنيو چې د جګړو له امله زيانمنې شوې وې؛ ووېشلې شوې.
پاى/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته