فرهنګ

پوهاند رازقي نړيوال وستايل شو

کابل باختر دوري دمياشتې ١٣ نيټه :
د بهير ادبي ټولنې او د ميرمنوکلتوري مرکز نن  ليکوال ، شاعر او د هېواد تاريخ ليکونکى پوهاند رازقي نړيوال  وستايه .
د باخترآژانس دخبرله مخې ؛  پوهاند رازقي  نړيوال  ١٦٥  تاريخي، لرغونپوهنې، ادبي ، طبي او  فرهنګي  اثاريې  په دري  او پښتو ژبه  ژباړلي  دي  چې له  هغه جملې څخه ٣٦  اثار يې  چاپ شوي دي.
په هغې غونډه کې چې په  همدي مناسب  جوړه شوې وه  د ملي امنيت د شورا فرهنګي سلاکار نجيب الله منلي  د پوهاند نړيوال  د ژوند په باب په  تفصيل سره خبرې وکړې  او ويې ويل ؛ د خوشحالۍ ځاى دى چې د هېواد له  ادبي اوفرهنګي  شخصيت څخه  په ژوندوني  ستاينه کيږي .
وروسته په  ولسي  جرګه کې د خوست دخلکو استازې ساهره شريف ، د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر رئيسې  محبوبې بابکر خيل  او يوشمير نورو  د نړيوال  د علمي او فرهنګي کارونو په  باب  خبرې وکړي.
وروسته  په فرهنګي چارو کې د جمهور رئيس سلاکاراسدالله غضنفر هم             خبرې وکړي او ويې ويل ؛  چې د رازقي نړيوال اثار په ټولو برخو کې له ځانګړي اهميت څخه برخورداره  دي.
په پا ى کې  پوهاند  نړيوال د دغې غونډې له جوړونکو څخه  مننه  وکړه .
رازقي نړيوال په  ١٣١٩ کال کې  په کونړ ولايت کې  وزيږيد  او خپلې زده کړې يې په حربي ښوونځي  او حربي پوهنتون کې  ترسره کړي .
نړيوال د هېواد  له  علمي او فرهنګي شخصيتونو څخه دى  چې د هيواد د فرهنګ د معرفي کولو په برخه کې يې زيات زيار ګاللى دى . پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته