فرهنګ

د افغانستان د ځوانانو روزنيز پارلمان راتلوونکې اوونۍ په کار پيل کوي

کابل باختر دزمري  نولسمه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکترکمال سادات نن په يوه غونډه کې چې د ځوانانو د چارو په معينيت کې جوړه شوې وه؛ وويل چې د افغانستان د ځوانانو روزنيز پارلمان په راتلوونکې اوونۍ کې په کار پيل کوي .
باختر آژانس خبر راکړ:
په دې غونډه کې چې د ملي شورا د يوشمېر غړو، (د يو ان اف پي اې) د موسسې او د ملګرو ملتو د استازو په ګډون جوړه شوې وه؛ د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې د ځوانانو د روزنيز  پارلمان د پرانستلو په خاطر ټول لازم تياري نيول شوي او د راتلوونکې اوونۍ په لومړيو وختوکې به د ځوانانو روزنيز پارلمان د هېواد د جمهور رييس په ګډون په کار پيل وکړي .
وروسته د مشرانوجرګې د دارالانشا رييس سيد حفيظ الله هاشمي خبرې وکړې ويې ويل: ملي شورا د افغانستان د ځوانانو د روزنيز پارلمان د پرانستلو او فعاليت د پيل لپاره لازم تياري نيولي دي .
دغه راز په دې غونډه کې د دې تر څنګ چې د ځوانانو د روزنيز پارلمان د مشرتابه هيئت د انتخابولو د څرنګوالي په باب خبرې وشوې؛ د اجندا د برابرولو د څرنګوالي د کورنيو او بهرنيو ميلمنو د رابللو او دغه راز د ا منيتي  تدبيرونو په باب هم خبرې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته