امنیت

د بدخشان په تګاب ولسوالۍ کې د وسله والوطالبان وژل کيدل

فيض آباد باختر دزمري دمياشتې  ١٤  :
لس تنه وسله وال طالبان په بدخشان ولايت کې د هوايي بريدونو له امله ووژل شول.
په دغوطالبانو تېره شپه په تګاب ولسوالۍ کې د جنګي الوتکو له خوا بريدونه وشول.
د افغانستان په شمال کې د ملي اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ده وويل چې په دغو طالبانو د دوى په پټنځيوکې بريدونه وشول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته