امنیت

د هېواد په بېلابېلو سيموکې د ٢٧ تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٥
د افغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو څلورويشتو ساعتوکې د ننګرهار، زابل، قندهار، هرات او تخار د ولايتونو په ځينو سيموکې ګډ چاڼيز او يرغليزعمليات ترسره کړل چې له امله يې اووه ويشت تنه ډار اچوونکي ووژل شول، ١٣ تنه ټپيان او ٣  تنه مشکوک کسان ونيول شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د دفاعي او امنيتي ځواکونو په دغوګډوعملياتوکې چې د توپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ ترسره شول؛ د قندهار ولايت د معروف او شاولي کوټ ولسواليو په مربوطاتوکې دولس تنه تروريستان ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول او د ننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې نهه تنه داعشيان ووژل شول او اووه تنه نوريې ټپيان شول او دغه راز د روزګان ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې څلور تنه طالبان ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول او د تخار ولايت د درقد ولسوالۍ او د هرات ښار د مرکز په مربوطاتوکې درې تنه مشکوک کسان ونيول شول.
دغه راز د افغان دفاعي او امنيتي ځواکونوپه ګډو چاڼيزو عملياتوکې دوه ويشت ډول ډول ماينونه چې دتروريستانو له خوا په مهارت سره _ترينکوټ په لويه لاره کې په پاخه سړک کې ښخ کړى شوي و؛ کشف او شنډ کړى شول .
د يادونې وړ ده: د دغو عملياتو په بهيرکې چې د کورنيو او بهرنيو ډار اچوونکو پرخلاف ترسره شول؛ د ملي اردو يوولس تنه منسوبين شهيدان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته