-کابل باختر د وري دمياشتې٨ :
د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د ۴ تنو داعشیانو په ګډون ۲۹ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ۲۳ تنه ټپیان او ۴ تنه شکمن کسان نیول شوي دي .
دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار ، ارزګان ، ز ابل، بادغیس، فاریاب، جوزجان بغلان، بلخ، بدخشان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يې د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ او مرکز ترینکوټ کې ۲۲ تنه طالب ترهګر وژل شوي ، ۱۰ تنه ټپیان ، د دښمن ۳ قرارګاوې له منځه وړل شوي او ۱۷ ماینونه کشف او شنډ شوي ، د ننګرهار ولایت د هسکه مینې او د جوزجان ولایت د درزآب په ولسوالیو کې ۴ تنه داعشیان وژل شوي ، د زابل ولایت د ارغنداب او شاه جوی په ولسوالیو کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي ، ۱۱ تنه ټپیان او ۲ موټر چې چاودیدونکي توکي پکې ځاى پرځاى شوي وو له منځه وړل شوي دي .
همدا راز په دغو عملیاتو کې د هلمند ولایت د مارجې او نادعلي په ولسوالیو کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي ، ۲ تنه تپیان ، د دښمن ۴ پتڼځایونه ویجاړ کړى شوي ، یو موټر له منځه وړل شوی او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي او د بلخ ولایت د چمتال په ولسوالۍ کې ۴ تنه شکمن کسان نیول شوي دي .
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۹چاڼیز او ۷۰خاص کماندویي عملیات د هیواد په ۷ ولایتونو کې په لاره اچول شوي د افغانستان هوایي ځواکونو ۷۲پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او۴ هوایي ضربې د دښمن په پټنځايونو تر سره شوې دي.
.پاى- سعيده
0 1 دقیقه لوستل