سیاست

جمهور رئیس غني: د نشه یي توکو پرخلاف مبارزه یواځې زموږ مسوولیت نه دی

کابل_باختر_ د ثور د مياشتې ٢٢ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې او د قانون د تنفیذ د نړیوالې ادارې له مرستیال ښاغلي ویلیم براون فیلډ سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې پرون غرمه په ارګ کې ترسره شوه، د نشه یي توکو په اړه  دګډې تګلارې، د نشه یي توکو د له منځه وړلو، د قاچاق کوونکو د څارنې، بدیل معیشت، څواړخیزې همکارۍ او له یو بل سره د معلوماتو د شریکولو پر موضوعاتو بحث وشو.
براون فیلډ وویل: په دې کې شک نشته چې نشه یي توکي په افغانستان کې له فساد، جرمي اقتصاد او د تاوتریخوالي رامنځته کوونکو وسله والو ډلو له عوایدو او اقتصاد سره تړاو لري او په دې اړه انډوليزې، او هر اړخيزې تګلارې ته اړتیا ده.
جمهور رئیس غني پر نشه یي توکو پورې اړوندو موضوع ګانو ته په اشارې سره وویل: د نشه یي توکو مخنیوی یواځې زموږ مسوولیت نه دی، موږ باید د نشه یي توکو د کاروونکو او قاچاق کوونکو لپاره هم تدبیرونه ولرو. موږ په دې برخو کې یوه څلور کلن پلان ته اړتیا لرو چې زموږ راتلوونکي مسوولیتونه پکې مشخص شي.
جمهور رئیس غني د کوکنارو د بدیل معیشت په اړه وویل: زه غواړم د خلیج د بازارونو په مټ د افغانستان کرنې ته وده ورکړم، په دې اړه مې له سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو سره خبرې کړې دي.
جمهور رئیس زیاته کړه چې نشه یي توکي د ایران مسئله هم ده، له ایران سره په دې اړه بحث شوی او ایران حاضر دی چې خپل بازارونه زموږ د کرنیزو تولیداتو پر مخ پرانیزي.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه: موږ باید له دې ننګونې سره د مقابلې پر لویو او اساسي لارو چارو، لکه د نل لیکې، د اسپنې د پټلۍ، سوداګرۍ او د قیمتي کاڼو پر استخراج وغږېږو او له دې ټولو فرصتونو څخه په ګډه د بدیل معیشت رامنځته کولو او د جرمي اقتصاد د مخنیوي لپاره ګټه واخلو.
جمهور رئیس محمد اشرف غني زیاته کړه چي موږ د دې ستونزې د مخنیوي لپاره ګډې همکارۍ  ته اړتیا لرو او د پاریس له هوکړه لیک څخه د یوه غوره فرصت په توګه کار اخستی شو.
ده وویل چې په دې برخه کې د روسیې او د اروپایي اتحادیې په شمول د ګڼو لوریو ښکېلېدلو ته اړتیا ده. موږ د نشه یي توکو په اړه جدي اندېښنه لرو، دا لازمه ګڼواو غواړو چې له نورو همکارانو سره په ګډه کار وکړو.
د دغې کتنې په پای کې ښاغلي ویلیم براون فیلډ د نشه یې توکو پرخلاف د مبارزې لپاره د جمهور رئیس غني څرګندونې تاییدې او وړاندیز یې وکړ چې امریکایي لوری چمتو دی چې د افغانستان د حکومت له ټیم سره په ګډه په یوې څلور نیم کلنې ستراتیژۍ کار وکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته