فرهنګ

ډاکتر کمال سادات :غازي نايب امين الله خان لوګرى دافغانستان په ټول ملت پورې اړه لري.

کابل- باختر د مرغومي دمياشتې ١٢
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات دغازي نايب امين الله خان لوګري شورا له رييس او ځينو غړو سره وکتل.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : په پيل کې ددغې شورا رييس دشورا دکړو وړو او فعاليتونو په باب خبرې وکړې او داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست څخه يې وغوښتل چې دبيني حصار تر ساحې پورې دلاهورۍ دروازې واټ دنايب امين الله خان لوګري په نامه ونوموي.
په همدې ترتيب دبنسټ غړووړانديزوکړ چې دغازينايب امين الله خان لوګري په نامه دې يومډال جوړ شي.
وروسته داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خبرې وکړې او ويې ويل چې غازي نايب امين الله خان لوګرى دافغانستان په ټول ملت پورې اړه لري او دغه وزارت هڅه او هاند کوي د ده دشخصيت او کارنامو په اړوند يو سيمينار جوړ کړي .
ده زياته کړه چې ستاسو غوښتنه دواټونو دنومولو کميسيون ته وړاندې کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته