خبرونهامنیت

په کابل کې د هدفمندو وژنو په دوام، دوه تنه نور ووژل شول

کابل / د مرغومي ١٩مه / باختر   

په کابل کې د هدفمندو وژنو په دوام تېره ورځ دوه پوځيان د کابل ښار د پنځمې ناحيې په سيمه کې ووژل شول. پوليسو ويلي دي چې د دغو دوو پېښو په اړوند تحقيق کوي.

په فاضل بيګ سيمه کې په يوه تروريستي پېښه کې د امنيتي دستګاه د (جګپوړو چارواکو) پر يو غړي بريد وشو او ووژل شو.

په بله پېښه کې د هوايي ځواکونو پر يو پيلوټ د خوشحال خان مينې د معاملاتو د لارښوونې په دفتر کې بريد وشو او ووژل شو او د رهنما څښتن ټپي شو.

له يوې اوونې په کمه موده کې د هېواد د هوايي ځواکونو دا دويم غړى دى چې وژل کېږي.

تېره اوونۍ هم د هوايي ځواکونو پر يو بل پيلوټ مسعود اتل په قندهار ښار کې بريد وشو او ووژل شو.

په کابل او د هېواد په نورو ښارونو کې د هدفمندو بريدونو زياتوالى د کابل ښاريانو         په ځانګړې توګه خبريالانو، مدني فعالانو او امنيتي کارکوونکو ته یوه ستره اندېښنه ده چې مقاماتو د دغو امنيتي او تروريستي ګواښونو د مهارولو په موخه د يولړ  اقداماتو د نيولو ژمنه وکړه، خو ياده ستونزه دغه راز پر خپل قوت پاتې ده.

پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته