سیاستخبرونهامنیت

د سولې افغان مرکچي پلاوي له لوړپوړو امنيتي مقاماتو سره ناسته وکړه

 

کابل/ دمرغومي ۱۱مه/ باختر

په قطر کې د بين الافغاني مذاکراتو د افغان پلاوي هئيت د دغه پلاوي د رييس په مشري د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د امنيتي سکتور له لوړپوړو مقاماتو سره چې مشري يې د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب کوله، وکتل.

په دې ناسته کې ښاغلي معصوم ستانکزي او ورسره هيئت له طالبانو سره د شويو خبرو جزئيات وړاندې کړل.

له افغان پلاوي سره د هېواد د امنيتي وضعيت، سيمه‌يیزې اجماع، جنيوا کنفرانس او نړيوال ملاتړ په اړه خبرې وشوې.

د دې تر څنګ مذاکراتي پلاوي ته ډاډ ورکړل شو چې افغانستان ته د سولې او ثبات په راوستلو او د روانو مذاکراتو د دوام په ټولو هڅو کې حکومت د دوی تر شا ولاړ دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته