سیاست

د پاکستان جمهور رييس : په افغانستان کې سوله اوثبات په پاکستان کې دسولې او ثبات ضمانت کوي .

کابل باختر دسلواغي لسمه
دپاکستان جمهور رييس اصف علي زرداري دافغانستان دملي دفاع له وزير ستر جنرال بسم الله محمدي سره  په کتنه کې  وويل  چې په افغانستان کې دسراسري سولې تامينول په پاکستان کې  دسولې او ثبات  ضمانت کوي . دباختر اژانس دخبر له مخې ، دافغانستان دملي دفاع وزير  پرون  ديو هيئت په مشرۍ  دپاکستان  اسلام اباد ته ورسيد .او ټاکل شوې ده چې په دغه ځاى کې دخپلې استوګنې په بهير کې ددغه هيواد له پوځي مقاماتو سره   وګوري .
  دملي دفاع وزير په اسلام اباد کې  دخپلې استوګنې په لومړيو ورځو کې دپاکستان له جمهور رييس اصف علي زرداري سره وکتل او په هغې کې دپاکستان جمهور رييس په افغانستان کې ثبات ، په پاکستان کې ثبات وباله .
  ځينې کارپوهان په دې باور دي چې  دسيمې دهيوادونو مشران په رښتيني توګه  په افغانستان کې سوله په پاکستان او سيمه کې دسولې په ګټه  بولى بايد دخبرو له پړاو څخه  تير شي او هم هلته  ورودانګي .  په هغه صورت کې کولى شي  ادعا وکړي  چې په افغانستان ، سيمه او پاکستان کې سوله تامنيږي .
  باختر اژانس ته  درارسيدلو خبرونو له مخې ،  دملي دفاع وزير ستر جنرال بسم الله محمدي  دپاکستان دوسله وال پوځ  له لوى درستيز اشفاق کيهاني سره هم خبرې کړي دي .
په دغو خبرو کې دپاکستان  له جيلونو څخه دبنديانو د خلاصون اوله ٢٠١٤ کال وروسته  دافغانستان او دسيمې  حالات وڅيړل شول .
دواړولورو طالبان ګډ دښمن وباله او دهغوى په وړاندې  برياليتوب يې  په متقابلو همکاريو کې وباله .
جنرال اشفاق کيهاني  په افغانستان کې دسولې له بهير سره  خپل بشپړ ملاتړ اعلام کړ او څرګنده يې کړه چې پاکستان  ديو باثبات افغانستان غوښتونکى دى .
دادافغانستان دملي دفاع   دوزير په توګه  اسلام اباد ته  دبسم الله محمدي لومړى سفر دى .
  دغه سفر  په داسې حال کيږي  چې  ددواړو هيوادونو ترمنځ ترانزيتي اوتجارتي ستونزې شته  او دافغاني سوداګرونږدې شپږ زره  کانتينره  مالونه  ددغه هيواد  دمقاماتو له خوا  درول شوي دي .
  دافغانستان کابينې  په خپلې پروني غونډه کې  دهيواد دملي دفاع وزير ته چې داسلام اباد په سفر بوخت دى دنده وسپارله چې پاکستاني مقاماتو سره  دخبرو له لارې  ستونزه حل کړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته