خبرونهTOPټولنه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست له راستنېدونکو هېوادوالو سره زر کمپلې مرسته وکړه

کابل، د لېندۍ ۲مه، باختر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته په سفر کې له راستنېدونکو هېوادوالو سره زر کمپلې مرسته وکړه.

باختر آژانس ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ نورالدین عزیزي د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې له پاکستانه د راستنېدونکو  هېوادوالو وضعیت له نږدې لیدلی او د پوښاک په برخه کې یې زر کمپلې مرسته کړې ده.

هغه دغه راز، په سپين بولدک کې د افغانستان اسلامي امارت د راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون د بېلابېلو کمېټو هڅې او فعالیتونه له نږدې ارزولي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست همدا رنګه، له پاکستان سره پر کرښه د افغان سوداګرو په تېره بیا د سپین بولدک د سوداګرو د ترانزیټ او تجارت اړوند ستونزو د حل ډاډ ورکړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته