ټولنه

په لوګرکې د څوارلسو پروژو چارې پیل شوې

 کابل/دلړم۳۰مه/باختر
د لوګر په بېلابېلو سیموکې۱۲۰ میلیونو افغانیو په لګښت د ۱۴ رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.
ځايي چارواکي وايي چې په دغو پروژوکې کارېزونه، څاګانې، د اوبو کانالونه، پر لارو د کړېړ اچول او نورې پروژې شاملې دې.
د لوګر د کلیو د بیارغونې او پرمختیا رییس د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې یادې پروژې د لوګر په مرکز او محمدآغې ولسوالۍ کې پلي کېږي چې چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته