سیاست

جهاد او مقاومت دهيواد په معاصر تاريخ کې ځلانده فصل جوړ کړى دى .

کابل باختر د ثور اتمه :
جهاد او مقاومت دهيواد په معاصر تاريخ کې ځلانده فصل جوړ کړى دى .
ددغه فصل  هره پاڼه دهغه ملت  دحماسو او اتلواليو داستانونه لري چې ستر تاريخي ازموينې يې په برياليتوب سره تيرې کړي دي .
دباختراژانس مبصر ليکي:  له شک پرته دافغانستان دخلکو جهاد او مقاومت دهيواد دمعاصر تاريخ ځلانده فصل جوړوي او له ترديد پرته دهيواد دپتمن تاريخ ددغه فصل هره پاڼه دهغو خلکو داستانونه لري چې دازادۍ او خپلواکۍ  او دخپل عزت  شرف او دين په لاره کې يې په مليونونو تنه نظرانه کړل خو د ډول ډول تيري کوونکو په وړاندې دخپل استقلال ،  شرف ، عزت ، ناموس، دين او ديانت ددفاع په لاره کې يې په حماسو سره دهيواد په پرتمين تاريخ  کې دازادۍ او دازاد ژوندانه ځلانده فصلونه جوړ کړل او دهغه ملت په برخه يې  سترې وياړنې وکړې چې ستراو پرتمين تاريخ لري په هر صورت  دافغانستان دتاريخ هره پاڼه دهغه ملت داتلوالو  مبارزو څرګندوى ده چې هيڅکله يې اسارات  نه دى منلى او دوسله والو مبارزو او ددين او استقلال  ددفاع او ساتنې په مبارز کې يې ماتې نه ده منلې خو په سياسي مبارزو کې دجګړې د ډګرونو په پرتله  دومره برياليتوبونه نه دي  ترلاسه کړي چې بايد ترلاسه کړې يې  واى .
په همدې دليل دى چې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دلومړي ځل لپاره په وروستي مشورتي جرګه کې چې له امريکا سره دامنيتي او دفاعي همکاري دقرارداد په باب دنظر غوښتنې  په خاطر جوړه  شوه په صراحت سره طرحه کړه چې دافغانستان ملت دازادي  غوښتنې او خپلواکۍ دجګړو په ډګرونو کې  تل بريالي دي خو په سياست کې تل بايلوونکي .
دا دتاريخ يو ستر درس دى بايد پاملرنه ورته وکړو او پرې نږدو چې خپل ذهني اسارتونه هير کړو اوسياسي تړل  تياوې دخلکو په حماسو اتلواليو ، سرښندنو او ځان تيريدنو  سيورې وغوړوي  چې دملت دازادۍ سوکالۍ اونيکمرغۍ  په خاطر يې خپله پاکه وينه تويه کړه دهيواد تاريخ يې ځلانده کړ خو ازادي او استقلال يي ننني نسل ته ديو ستر سوغات په توګه  امانت پرې ښود
پروني تاريخ ددې څرګندوى دى او نن ورځ موږ راتلونکي ته متوجه کوي هغه کسان چې ويې نه غوښتل دافغانستان خلک د اسلامي انقلاب دبرياليتوب په سپيده داغ کې  خونديې وڅکي  هيڅکله هيله نه لري چې دغه  خلک په سوکالۍ ارامۍ اونيکمرغۍ  کې دترقي او پرمختګ په تګلوري کې  ګام  واخلي په لنډه خبره بايد يوه شيبه هم  دښمن او دهغه ملاتړي  له پامه ونه غورځوو ځکه ويل شوي دي چې دښمن دښمن دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته