امنیت

پنځلس تنه ډار اچوونکي په غزني کې ووژل شول .

کابل باختر  دچنګاښ ٢٦
پنځلس تنه ډار اچوونکي پرون دغزني ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې  ووژل شول .
په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو ددريمې لوا وياند حنيف رضايي باختراژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي دملي اردو دځواکونو دعملياتوپه بهير کې  چې دهوايي پوځ په ملاتړ دګيرو ولسوالۍ دتيپه عظمت ،  تيپه زيارت ، بابکر خيلو او دسفر وال  په کليو کې ترسره شول ، وژل شوي دي .
په دغو عملياتوکې  دغه راز نهه تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شوي او ددښمن درې موټرونه هم ويجاړ شوي دي .
ده وويل دغه راز ددښمن دپيکا اته سوه ګولۍ او له اتو شارژورونو سره يې دکلاشينکوف  څه ناڅه زر ګولۍ ترلاسه شوي دي او  دګيرو ولسوالۍ  څوکلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک  شوي دي .
ده زياته کړه چې په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته