ټولنه

د قندهار له زرګونو اړو کورنيو سره مرسته وشوه

کابل/ د کب ١٤مه/ باختر
په قندهارکې پر زرګونو بې وزلو کورنيو د بشري مرستو د وېش بهير پيل شو.
ټاکل شوې ده په دغه پروګرام کې د پنجوايي ولسوالۍ او دهغه شاوخوا سيمو پر نږدې  درې زره کورنيو خوراکي توکي ووېشل شي.
د قندهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه خوراکي توکي نړيوال مرستندوى بنستونه پر هغو کورنيو وېشي چې بې وزلي دي او يا د جګړو او د طبيعي پېښو له امله زيانمن شوې دي.
په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، دال او مالګه شامله ده.
ټاکل شوې ده د يوې اوونۍ په بهيرکې دغه درې زره کورنۍ بشري مرستې ترلاسه کړي.
ختم- ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته