امنیت

يو تن د خپلې ميرمنې د وژلو په تور ونيول شو

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٠
دجوزجان ولايت پوليسو يو تن د خپلې ميرمنې د وژنې په تور ونيوه .
دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ د اوپراسيون آمر سمونوال عبدالمنان رووفي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سړى تيره شپه هغه وخت دپوليسو له خوا ونيول شو چې خپله ميرمن يې په دستمال زندۍ کړه او مړى يې پټ کړى و.
دخبرځاى د څرګندونو له مخې: قاتل چې د شبرغان ښار د سخي آباد د کلي اوسيدونکى دى؛ خپله ديرش کلنه ميرمن يې د نامعلوم علت له امله وژلې ده او اوس تر پوښتنې لاندې دى.
څلور مياشتې مخکې هم دشبرغان ښار د عرب خانې په کلي کې يوه سړي له خپل زوى سره خپله ميرمن وژلې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته