کابل باختر د تلې د مياشتې ٨ :
دوه تنه ملکي وګړي په لوګرولايت کې دماين د چاودنې له امله ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
دغه چاودنه پرون دپل علم ښار ته څيرمه رامنځته شوې ده،
ماين دملکي وګړو دتيريدو په وخت کې وچاوديد.
دلوګر دوالي وياند سليم صالح باختر آژانس ته وويل: په دې پيښه کې دوه ماشومان چې وروڼه و ووژل شول او دهغوى دکاکا زامن ټپيان شول.
ده وسله وال طالبان ددغه ماين ښخونې مسوول وبلل اوويي ويل چې ددغې پيښې د عاملينو د پيژاندلو او نيولو لپاره هڅې پيل شوې دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ