کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٠
شپږويشتو تنو غوره څيرو دتنکيو ځوانانو دسوک وهنې دملي ټيم غړيتوب ترلاسه کړل.
دبدني روزنې او سپورت رياست دسوک وهنې فدراسيون رييس شکيب ستارى دباختر آژانس خبريال ته وويل :دغه سيالي پنځه ورځې دوام وکړ او دکابل ولايت دولسواليو له پنځو زونونوڅخه يو سلو پنځه شپيتو تنو ورزشکارانو په ١٣ وزني کتګوريو کې پکې سيالي وکړې .
دستارى دڅرګندونو له مخې ددغو سياليو په بهير کې شپږ ويشت تنه غوره ورزشکاران دتنکيو ځوانانو ملي ټيم ته وټاکل شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ