سیاستTOP

د جمهورريیس غني په مشرۍ د اقتصادي عالي شورا غونډې جوړېدل

کابل / د غويي ١۶مه / باختر
د جمهورريیس غني په مشرۍ د اقتصادي عالي شورا غونډه پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې جمهورريیس غني له خصوصي سکتور او پانګه والو څخه د ملاتړ په برخه کې د دولت پر تعهد ټینګار وکړ ويې ویل، د بین المللي ټولنې په اقتصادي ژمنو کې هیڅ راز تغییر ندی راغلی او ټولو پانګه والو او ملي سوداګرو ته یې څرګنده کړه چې په اعتماد سره پانګونه وکړي.
وروسته د پانګونې اسانتیا واحد ريیس، د مزارشریف ګازي برېښنا ۵۰ میګاواټه تولیدي مشارکت قرارداد غونډې ته وړاندې کړ چې غونډې په پرنیسب کې تصویب او د پانګونې اسانتیا واحد ته دنده وسپارله چې وروستي پړاوونه یې تعقیب کړي.
ورپسې د اجنډا مطابق د کانونو او پټرولیم وزیر د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پېر او صادراتو د اسانتیا طرزالعمل غونډې ته وړاندې کړ چې اقتصادي عالي شورا تصویب کړ. همداراز یې مالیې وزارت ته دنده وسپارله چې په هرو شپږو میاشتو کې یې د تطبیق په اړه اقتصادي عالي شورا ته راپور ورکړي.
د کانونو او پټرولیم وزیر همداراز (په کوچني او ستر مقیاس) په ننګرهار ولایت کې د تالک معدني سیمو د بلاک بندۍ طرحه غونډې ته وړاندې او پیشنهاد یې وکړ چې مخکېني قراردادونه فسخ او د ذکر شویو سیمو د نوی بلاک بندۍ پر بنسټ دې دوباره اعلام ته وسپارل شي.
د اقتصادي عالي شورا یاده طرحه تایید، مخکېني قراردادونه فسخ او د کانونو او پټرولیم وزارت ته دنده وسپارله چې په کوچني او متوسط مقیاس د معدنکارۍ نوې سیمې نوې داوطلبۍ ته وسپاري او د تصویب په موخه دې کابینې ته وړاندې کړي.# پاى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته