اقتصاد

جمهور رئیس غني: زموږ سوداګریز بیلانس باید تغیر وکړي

کابل باختر  دثور  ديرشمه :

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني پرون مازدیګر د سوداګرۍ وزارت له رهبري پلاوي سره د ناستې پرمهال  د یاد وزارت کړنې وارزولې.
دجمهوررييس دويانددفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دې ناسته کې لومړی د سوداګرۍ وزارت رهبري پلاوي د هغه وزارت د اصلاحاتو او د بشري منابعو د وضعیت په هکله جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.
جمهور رئیس د یاد راپور له اورېدلو وروسته وویل، په پخواني دور کې دسوداګرۍ وزارت د افغانستان له قوي وزارتونو څخه و، خو اوس د سوداګرۍ او رقابت په برخه کې ښه ظرفیت نه لري.
جمهور رئیس غني زیاته کړه، زموږ سوداګریز بیلانس باید تغیر وکړي او افغانستان په یو صادرونکي هېواد بدل شي. هغه ټینګار وکړ، د افغانستان د صادراتو ترکیب هم باید بدل شي.
محمد اشرف غني وویل، سوداګرۍ وزارت باید د سوداګرۍ په برخه کې واضح لیدلوری ولري، تر څو د رقابت بازار کې جدي او فعال حضور ولري.
جمهور رئیس څرګنده کړه، په نننۍ نړۍ کې موږ په پخوانیوبڼو کار نشو کولای او د سوداګرۍ وزارت بشري قوا د هغه وزارت اړتیاوې نشي ځوابولی، په دې برخه کې باید اصلاحات او تغیرات راشي.
جمهور رئیس غني وویل، د هېواد له ځمکني او هوایي مسیر څخه باید خپل صادرات زیات کړو.
جمهور رئیس د دې ناستې په پای کې وویل، ډېر ژر به له فساد سره د مبارزې لپاره عدلي او قضایي مرکزجوړ شي او دا مرکز به په فساد د ککړو لوړ پوړو دولتي مقاماتو او افردو دوسیې  وڅېړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته