خبرونهTOPټولنه

سبا د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د اورښت، سېلابونو او چټکو بادونو اټکل شوی

کابل، د غوايي ۱۹مه، باختر 

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د غوايي میاشتې په ۲۰ مه نېټه د هېواد په ۷ ولایتونو کې د اورښت، چټکو بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په هرات، بادغیس، فاریاب، سرپل، غور، سمنګان او بغلان ولایتونو کې د اورښت، چټکو بادونو او سېلابونو اټکل شوی دی.

خبرپاڼه کې د اورښت کچه په بېلابېلو نقطو کې له ۱۵ تر ۲۵ ملي مترو پورې او دغه راز د په شمالي، شمال لوېدیځو، سویل لوېدیځو او سویلي ولایتونو کې د چټکو بادونو اټکل شوی، چې د سرعت کچه یې په بېلابېلو سیمو کې ۳۰ څخه تر ۷۵ کیلومتره په ساعت ښودل شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته