سیاست

د تهران ، کابل اواسلام آباد درې اړخيزې سلامشورې دافغانستان دمسئلې دحل کيلي ده

اسلام آباد ايرنا   باختر دزمري دمياشتې  ٢٩ :
د پاکستان د کورنيو چارو  پخواني وزير آفتاب احمد خان شيرپاو پرون  دايران له
دولتي خبري آژانس  سره په مرکه کې څرګنده کړه  چې دده په عقيده  دافغانستان
دمسئلو او ستونزو دحل غوره لاره  او په دغه هېواد کې دسولې دټينګښت  دايران ، افغانستان او پاکستان  ددرې اړخيزو سلامشورو له لارې ترلاسه کيږي.
ده په دې باب  چې  باثبات افغانستان به دايران او پاکستان په ګټه وي   دافغانستان په باب دايران  دبهرنيو چارو د وزير  محمد جواد ظريف  د وروستيو څرګندونو په باب وويل :  زموږ  دټولو اصلي او ګډ هدف   په سيمه کې  دسولې پياوړتيا ده  او په سيمه کې سوله  دايران په  ګډون د ټولو غړو  رول ته اړتيا لري .
آفتاب احمد خان شيرپاو زياته کړه  باور لري  که چېرې چين وکولاى شي دافغانستان دسولې په بهېرکې  رول ولوبوي  نو ايران هم کولاى شي اوبايد ددغه بهېر يوه برخه وي .
شيرپاوه زياته کړه تيرکال کله چې  دايران داسلامي شورا  دمجلس رئيس علي لاريجاني پاکستان  ته سفر کړى و ، دپاکستان دبيلابيلو ګوندونو غړو  له ده سره په کتنه کې   موږ وړانديز او ټينګارو کړ  چې  ايران  ، افغانستان او پاکستان  په تيره بيا  ددغو  دريو هېوادونو پارلمانونه   بايد دافغانستان له مسئلو سره دمرستو په خاطر  درې اړخيزې خبرې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته