نړۍ

په شمالي وزيرستان کې د بې پيلوټه الوتکې بريد

ميرامشاه- دى دان – باختر د غبرګولې دمياشتې ١٧
د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمې د بې پيلوټه امريکايي الوتکې د بريد له امله نهه تنه مليشه طالبان ووژل شول.
باختر آژانس د پاکستاني رسنيو له خولې خبر راکړ:
په دې بريدکې چې په شوال ناحيې وشو؛ دوه توغندي په يو کور چې طالبانو ورڅخه استفاده کوله؛ وتوغول شول چې له امله يې نهه تنه چې له طالبانو سره يې همکاري کوله؛ ووژل شول. خبريالان په دغې سيمې برلاسي نه لري او نه شي کيداى د وژل شويو شمېر او هويت مشخص کړو.
شمالي وزيرستان د ډيورند له کرښې اخوا يو له اوو قبايلي سيمو څخه دى چې د طالبانو او د القاعده ياغيانو پټنځي بلل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته