کابل باختر د سلواغې لومړى :
په ننګرهار ولايت کې يولړ هوايي او ځمکنيو بريدونو په بهير کې دداعش دډلې دوه ويشت تنه غړي ووژل شول .
په دغو داعشيانو په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دننګرهار ولايت د دربابا ، هسکې مينې او کوټ په ولسواليو کې بريدونه وشول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې دداعش دډلې دوه ويشت تنه غړي وژل شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې امنيتي مامورانو نن سهار دننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې څلور ماينونه کشف او شنډ کړل . او دغه راز ددښمن دجنګي وسايلو دوه ډيپوګانې يې کشف کړې .
په دغو ډيپوګانو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
ختم_ سعيده _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل