خبرونهامنیت

په بلخ کې د ماین په چاودنه کې ۴ ملکیان ووژل شول

– مزار شریف / د لیندۍ / ۳۰ / باختر
په بلخ ولسوالۍ کې تېر ماښام د یو ماین د چاودنې له امله څلور ملکیان ووژل شول.
د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل د باختر اژانس خبریال ته وویل چې د ملکیانو يو شخصي کرولا موټر د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ علم خېلو په سیمه کې د وسله والو طالبانو له خوا په اېښودل شوي ماین وخوت چې له امله یی د دغه موټر ۴ سپرلۍ ووژل شوې.
دغه راز د مزار شریف ښار د دویمې ناحیې د اهنګرۍ په کوڅه کې په یو لنډ کروزر موټر کې د یوځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله یو ماشوم برسیرن ټپي او دغه موټرته هم زیان اوښتی دی.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته