امنیت

په بغلان کې څلور تنه د ډار اچوونې او جنايي جرمونو په تور ونيول شول

کابل باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه د بغلان ولايت پولپيسو څلور تنه د تروريستي او جنايي قضیو په تور ونيول. د بغلان ولايت امنيه قوماندان اکرام الدين سريع نن رسنيو ته وويل چې د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د منسوبانو د هڅو له امله څلورتنه د لواطت د فعل، له تروريستي ډلو سره د همکارۍ او غلا په ګومان د پلخمري ښار په مربوطاتو کې نيول شوي دي. سريع وويل: له نيول شويو کسانو څخه يو تن د وسله والو طالبانو غړيتوب درلود چې د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې يې زياتره ډار اچوونکي فعاليتونه ترسره کول. پاى شکريه ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته