ټولنه

اسلام آباد او له تحريف شوي اسلام سره د لرې والي لپاره هلې ځلې

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ٨ :
په دې وروستيو وختوکې يوشمېر پاکستاني عالمانو د يوې فتوا په صادرولو سره ځانمرګي بريدګر او د هغوى ملاتړي خائيان وبلل او د فتوا صادرول يې د يوې خاصې او لوړې مرجع کار بللى دى.
د باختر آژانس مفسر ليکي:
په دې وروستيو وختوکې د پاکستان يوشمېر عالمانو او روحانيونو چې د خپل هېواد په مذهبي او سياسي ټولنوکې اعتبار او نفوذ لري، د يوې فتوا په صادرولو سره ځانمرګو بريدګرو او د هغوى ملاتړو ته د خائيانو خطاب کړى دى او د شريعت د تنفيذ په موخه يې له زورڅخه يې کار اخيستل يو ناروا کار بللى دى،  تروريزم او بنسټپالنه يې غندلې ده او ټينګار يې کړى دى چې د جهاد اعلام يوازې په يوه اسلامي دولت پورې منحصر دى.
په افغانستان کې يو شمېر ديني عالمان، د پاکستان د يوشمېر روحانيونو وروستى حرکت چې په يو ډول يې ځانمرګى بريد او تروريستي فعاليتونه مردود بولي او د اسلام د مبين دين د واقعيتونو د تعريف په لور يو لومړى حرکت بولي،  خوټينګار کوي چې د پاکستان د روحانيونو ټولنه زياتې وجيبې او مکلفيتونه لري چې بايد ترسره يې کړي. دوى بايد په خپله پاکستاني او د هغوى ګاونډي هېوادونه له هغه څخه وژغوري چې د پاکستان له لوري له تحريف شوي اسلام او له جوړو شويو افراطي کړيو له خوا رامنځته شوى دى .
له تېرو وختونو را په دې خوا افغانستان او هند اوس په خپله پاکستان له هغو ماجرا غوښتونو څخه کړيږي چې له پاکستان څخه بنسټپالو هغه پيدا کړي دي.
پاکستان له پخوا زمانې را په دېخوا د افراطي کړيو ټاټوبى او زيږنتون دى چې د قلابي فتواوو په صادرولو سره چې له استخباراتي سازمانونو څخه يې زيات الهام اخسته، په افغانستان او هندکې د زياتو ناخوالو او جنجالونو سبب شوې، په دغو هېوادونوکې چې د پاکستان لاسوهنو او پروګرامونو ته ديني صبغه او هويت ورکړ.
په سيمه کې د پاکستان غرضي پروګرام چې د دغه هېواد له روحانيونو او له تحريف شوي اسلام سره په همغږۍ کې و، د آسيا جنوب يې په يوې خطرناکې  سيمې او له بېلابېلو هېوادونو او مليتونو څخه د تروريستانو د راټوليدو په مرکز بدل کړ او زيات وخت تېر نشو چې پاکستان په خپله له افراطي روحانيونو او په هغو پورې له اړوندو تروريستي سازمانونو څخه زياتي ستونزې وزغملې او هغه باج يې ورکړ چې په خپله يې پيدا کړى و.
له اسلام څخه د پاکستان د روحانيونو دوه ګوني تعبير، د اسلامي هېوادونو  د خلکو ترمنځ د پاکستان اعتبار او حيثيت ته سخت زيان ورساوه. خو د يوشمېر پاکستاني روحانيونو وروستى حرکت چې ځانمرګي بريدګر او د هغوى ملاتړي خائيان بولي، کيداى شي د هغو تشو د ډکولو په لور لومړى حرکت وي چې پخوا د ګوتې په شمار د يو شمېر پاکستاني روحانيونو له خوا رامنځته شوي دي او د اسلامي هېواد پاکستان اعتبار ته يې زيان اړولى دى.
د افغان سياسي کارپوهانو په باور: د يو شمېر پاکستاني عالمانو وروستۍ فتوا کولاى شي له پاکستان څخه پخوانۍ صادره شوې فتوا په اوبو لاهو کړي او وښيي هغه کسان چې پخوا يې فتوا صادره کړې وه، په داسې  دريځ، موقف او موقعيت کې نه وو چې وکولاى شي په دغه شان کار لاس پورې کړي.
دغو پاکستاني عالمانو ثابته کړه چې د دوى په هېوادکې له اسلام سره سياسي او سليقوي چلند کيږي.
افغان سياسي کارپوهان وايي: سره له دې چې په وروستۍ فتوا کې ځينو سياسي کلمو ته د ځاى ورکولو او د هغو روحانيونو د نظريو د نه په پام کې نيولو په دليل چې له طالبانو سره همغږي لري او د دغې ډلې کړه وړه توجيه کوي، زياتې پوښتنې شتون لري. خو د يو داسې حرکت پيل دى چې کولاى شي په بشپيړيدو سره د پاکستان د روحانيونو د ټولنې ترمنځ ګډوډۍ پاى ته ورسوي او په پاى کې  پاکستان له تحريف شوي اسلام څخه وباسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته