کابل، د لړم ۲۴مه، باختر
يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.
د باختر آژانس خبريال د دغو سايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه راپور چمتو کړى دى.
د طلوع نيوز خبري سايټ (اسلام اباد ته د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي سفر ) ترعنوان لاندې ليکلي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د پاکستان د بهرنیو چارو له موقت وزیر سره د هغو۳ زره کانټینرونو د ستونزو حل په اړه چې په پاکستان کې بند پاتې خبرې اترې کړې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دغه پلاوی چې له کابل څخه اسلام اباد ته په رسمي سفر تللی، د دغه هېواد له چارواکو سره به په پاکستان کې د افغان کډوالو د شتمنیو د خوندي انتقال په اړه هم خبرې وکړي.
د افغانستان د شفقنا خبري سايټ (د بامیانو په ولایتي روغتون کې د پرې شونډو او تالو چاک ناروغانو وړیا درملنه کیږي) ترعنوان لاندې ليکلي دي.
د باميانو والي مولوي عبدالله سرحدي د باميانو په ولايتي روغتون کې د پرې شونډو او تالو چاک د ناروغانو د درملنې له بهير څخه د کتنې پر مهال وويل چې په دغه ولايت کې د یادو ناروغانو وړيا درملنه کېږي.