روغتیا

د کندز ډاکترانو په اعتصاب لاس پورې کړ

 کندز/ باختر د لړم دمياشتې ٨ مه :
د کندز  ښار د حوزوي او خصوصي روغتونونو په لسګونه تنه موظفو ډاکترانو پرون په کاري اعتصاب لاس پورې کړ.
  د باختر آژانس د خبرله مخې:
دغه ډاکتران ددغه ولايت دحوزوي روغتون په انګړکې راټول شول او د نا امنيو او د روغتيايي کارکوونکو د نه خونديتوب، د انسان تښتونو په تېره بيا د يو ډاکتر د زوى دتښتونې په باب چې څو ورځې مخکې تښتول شوى دى، اعتراض وکړ .
د کندز د حوزوي روغتون  متخصص ترينر ډاکتر عبداللطيف شريفي رسنيو ته وويل چې مخکې له دې د ډاکترانو ماشومان تښتول شوي و، خو امنيتي مسوولينو د هغوى د ژغورنې په باب کوم کار ونه کړ  او ډاکترانو خپل ماشومان  د پيسو په بدل کې خوشې کړل .
ده زياته کړه چې تېره اوونۍ د ډاکتر عبدالستار غفورزي د ښوونځى په لاره کې د انسان تښتوونکو له خوا وتښتول شو. خو تر اوسه پورې د تښتول شوي ماشوم په باب هيڅ معلومات نه دي ترلاسه  شوي . 
دغه راز يوشمېر نورو ډاکترانو هم د امنيت د نشتوالي او موجودو ګواښونو په اړوند انتقاد وکړ او له دولت څخه يې د خپلو کورنيو د امنيت د تامينولو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې همدا اوس په روغتونونو او شخصي کلينکونوکې د دوى کاري اعتصاب دوام لري او تر هغه پورې چې د تښتول شوي ماشوم درک  معلوم نه شي، چمتو نه دي چې خپل کار ته دوام ورکړي .
د کندز د ولايتي شورا رييس امر الدين ولي هم  د ډاکترانو اعتراض پرځاى وباله او  ويې ويل چې بايد دولت د ډاکترانو غوښتنو ته پاملرنه وکړي . 
د کندز ولايت د حوزوي روغتون رييس ډاکتر محمد نعيم منګل هم د ډاکترانو د غوښتنو دفاع وکړه او له امنيتي مسوولينو څخه يې وغوښتل چې د دغه ماشوم  په خوشې کولو او دغه راز د ډاکترانو او د هغوى د کورنيو د امنيت په تامينولو کې جدي هلې ځلې وکړي .
خو ده څرګنده کړه چې د ډاکترانو کاري اعتصاب په شخصي کلينيکونو پورې  مربوط دي او ولايتي روغتون دغه راز د ناروغانو په خدمت کې دي.
په همدې حال کې هغه ناروغان چې له شخصي کلينکونو څخه حوزوي روغتون ته  راغلي وو، د خدمتونو په نشتوالي انتقاد وکړ .
دغه راز په همدې حال کې د کندز ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحميد حميدي د ډاکترانو اعتراض يو مدني حرکت  او د هغوى حق وباله او زياته يې کړه چې ټول کشفي او استخباراتي بنسټونه هلې ځلې کوي چې تښتول شوي ماشوم وژغوري . 
ده زياته کړه: په دې باب يوه اندازه کارونه ترسره شوي دي چې ښايي دغه ماشوم  ډير ژر د انسان تښتوونکو له منګولو څخه خوشې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته