کابل باختردسلواغې درې ويشتمه :
دماليې وزير اکليل حکيمي دفيروز کوه دموسسې برياليتوبونه او فعاليتونه وکتل .
دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. په دې کتنه کې چې ددغې موسسې رييس سکات ليدل ، دفيروز کوه دانستيتوت رييس وحيد خليلي او د ماليې وزارت يوشمير رييسان هم حاضر و، دماليې وزير ددغې موسسې له خوا داتلسمې پيړى د ترميم شوي ودانۍ او ددغه انستيتوت دخطاطي او ميناتوري څانګې وکتلې .
دماليې وزير د دوديزو نمونه يي کورونو ،مهاجرينو ته دکور جوړولو او دانجنيرۍ مهارتونوپه برخو کې دځوانانو دروزنې له امله ددغې موسسې دنويو فعاليتونواو برياليتوبونو له امله قدرداني او مننه وکړه .
0 د یوې دقیقې څخه لږ