امنیت

په يوشمير سيموکې چاڼيزعمليات وشول

کابل باخترد لړم دمياشتې١٧نيټه : دقهرسیلاب څلورنمبر(۱۷) په نامه ګډ جګړه ئیزاوچاڼیزعملیات دوام لری ؛ همداشان دننگرهار ولایت په مربوطاتوکی (۱) تن طالب جنګیالی وژل شوی دی. دننګرهارولایت دنازیانوولسوالی په اړونده سیموکی دقهرسیلاب څلور نمبر(۱۷) په نامه ګډجګړه ئیز اوچاڼیزعملیات دوسله والوطالبانو اوداعش تروریستی ډلو دلمنځه وړلو اوځپلو ، دولسمشری او ولایتی شوراګانو ټولټاکنو ته دښې زمینی برابرولو په موخه د ۲۰۱ سیلاب قول اردو دڅلورمی پلی لوا قوماندانی په مشری دملی اردو ، ملی پولیسو ، سرحدی قواوو، عامه نظم قواوو ، دولسی پاڅون کوونکو اوملی امنیت کارمندانو په ګډون موده وړاندی پیل شوی چی ددوام په ترڅ کی یی په تیرو(۲۴) ساعتونوکی دیادی ولسوالی یوشمیرکلی دوسله والوطالبانو اوداعش تروریستی ډلو له شتون څخه پاکی شوی دی. نوموړی عملیات په بریالیتوب سره دوام لری پرون دعطاؤالله په نامه یوتن چی دوسله والوطالبانوماین خښوونکو له ډلی څخه وو ؛ غوښتل یی چی دننگرهارولایت پچیرآګام ولسوالی دضمرخیلواومورګۍ په سیموکی ورانکاروفعالیتونوسرته رسولوپه موخه ماینونه ځای پرځای کړی چی له نیکه مرغه خپل ماین پری چاودنه کړی او وژل شوی دی. وسله والوطالبانوپرون دورانکاروفعالیتونوسرته رسولوپه موخه دکابل ولایت سروبی ولسوالی اوزبین دری دچهل ګزی په سیمه کی (۲)ماینونه ځای پرځای کړی وو چی له نیکه مرغه له چاودنی مخکی ددرییمی پلی لوا ماین پاکونی ټیم له خوا کشف او چاودنه ورکړل شوې ده .پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته