اقتصاد

د مخابراتو وزارت سرپرست د سلام مخابراتي شرکت وکوت

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٤مه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محمد فهيم هاشمي پرون دسلام مخابراتي شرکت د مشتريانو د خدمتونو د بېلابېلو څانګو د کتنې په بهير کې د شرکت کارکوونکو ته وويل چې خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې زيات ژمن واوسي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: هغه دغه راز زياته کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه د کارکوونکو د صادقانه کار ملاتړ کوي او د هېچا حق بايد ضايع نه شي او په کاري وخت کې بايد عدالت په جدي ډول په پام کې ونيول شي.
هاشمي ټينګار وکړ چې د مجازاتو او مکافاتو سيستم په جدي ډول تعقيبيږي او هغه څوک چې واسطه وکړي؛ د رسنيو له لارې به خلکو ته وروپېژندل شي.
دغه راز هاشمي د سلام مخابراتي شرکت د ودې او پرمختګ په لاره کې د هر اړخيزې همکارۍ ژمنه وکړه او د دغه شرکت د مسوولينو د هڅو قدرداني وکړه او د شرکت د ښه والي او د اغېزمنو او ګټورو ګامونو د اخيستلو لپاره يې د زياتو همکارۍ غوښتنه وکړه.
ختم _ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته