-کابل باختر دزمري ١١:
دهلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ کې تيره شپه دپوليسو په پوستو دوسله والو طالبانو دبريدونو له امله شپږ تنه پوليسان شهيدان شول .
دهلمند ولايت دناوې ولسوال اغامحمد تکړه باختراژانس ته وويل چې په دغو بريدونو کې دغه راز دوه تنه نور پوليسان ټپيان شوي او دوه تنه نور بې درکه شوي دي . دناوې ولسوالۍ له دووکلونو وروسته دپوځيانو له خوا د طالبانو له کنترول څخه وتلې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ