ټولنه

محمدصديق افغان د سنت پترزبورګ پوهنتون د ګډو علمي څيړنو دپرمخ بيولو په پروګرام کې برخه واخيسته

کابل باختردتلې دمياشتې ٥  نيټه :
د نړۍ د فلسفي رياضي د څيړنيز مرکز رئيس محمدصديق افغان په دې وروستيو وختوکې د يوويشتمې پيړۍ د مستحسنو علوموپه توګه د فلسفي رياضي په څانګه کې د ګډو څيړنو په څانګه کې چې د روسيې په سنت پترز بورګ ښارکې جوړشوى و،  ګډون وکړ.
د باختر آژانس د خبرله  مخې : 
د نړۍ د فلسفي رياضي د څيړنيز مرکز د رئيس ددغه رسمي سفر موخه په يوويشتمه پيړۍ کې د يو راتلوونکي مفکورې لرونکي علم په توګه د فلسفي رياضي په ساحه کې علمي کار او د هغو ګډو علمي څيړنو پرمخ بيول دي چې د روسيې د سنت پترزبورګ په دولتي پوهنتون او د سنت پترزبورګ د نوښتګرو تعليماتو د تکنالوجيو په نړيوال مرکز کې  جوړ شوي وو.
د دغه سفر په بهيرکې چې د سنت پترز بورګ پوهنتون په بلنه ترسره شوى و، د نړۍ دفلسفي رياضي دڅيړنيز مرکز رئيس محمدصديق افغان د سنت پترز بورګ په دولتي پوهنتون او د سنت پترز بورګ دنوښتګرو تعليماتو د تکنالوجيو په نړيوال مرکز کې سيمينارونه جوړ کړل او ويناوې يې وکړې  .
دغه راز د نړۍ د فلسفي رياضي د څيړنيز مرکز رئيس په دې سفرکې په يوويشتمه پيړۍ کې د راتلوونکې مفکورې لرونکي علم په توګه د فلسفي رياضي د منلو او د سنت پترز بورګ په ښارکې د رياضي د نمايندګۍ د احياکولو په اړوند د اړتيا وړ امکاناتو په واک کې ورکولو سره د سنت پترز بورګ په ښارکې د فلسفي رياضي د ستر مرکز د جوړولو د پروتوکول په اړوند له مربوطو چارواکو سره خبرې وکړې.
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته