نړۍ

پوتين مرکل ته بلنه ورکړه چې مسکوته سفر وکړي .

کابل  باختر دکب اووه ويشتمه :
ټاکل شوې ده  دالمان صدراعظمه دمې دمياشتې په دويمه نيټه دروسيې له جمهور رييس ولاديمير پوتين سره په مسکوکې وګوري .
دفرانسپرس  دخبري اژانس دخبرله مخې: پوتين دپنجشنبې په ورځ دبايرن ايالت دصدراعظم هورست  زهوفر په واسطه له مرکل څخه وغوښتل چې روسيې ته سفر وکړي پوتين زهوفرته ويلي دي زموږ نيکې هيلې دالمان صدراعظمې ته ورسوي
  دکريملين وياند ديمتري پسکوف اعلام وکړ چې داوکراين بحران به دمرکل اوپوتين ترمنځ دخبرومهمه موضوع وي
زهوفر  هم دروسيې له جمهور رييس سره  داوکراين دبحران دپاى ته رسولو  په باب خبرې کړې دي .
درارسيدلو خبرونوله مخې :دسوريې بحران او دروسيې او لويديځ ترمنځ دخبرو دپيل څرنګوالى دزهوفر اوپوتين  دخبروله موضوعګانو څخه و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته