امنیت

امنيه قوماندان : په کونړ کې د داعش مرکزونه نشته.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٣٠
دکونړ ولايت امنيه قوماندان وايي په کونړ ولايت کې د داعش مرکزونه نشته خو دوسله والو ډلو شتون نه ردوي.
دکونړ ولايت امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت باختر اژانس ته وويل : کونړ يو سرحدي او غرنى ولايت دى چې له پاکستان سره اوږده پوله لري ده زياته کړه : پاکستان هڅه کوي چې په دې ولايت کې امنيتي حالت ګډوډ کړي خو دهمت دڅرګندونو له مخې : ددغه ولايت امنيتي حالت ښه دى ،قومي مشران،ديني عالمان.مدني فعالان او په ټوليزه توګه عام وګړي دامنيتي ځواکونو ملاتړ کوي دکونړ ولايت امنيه قوماندان زياته کړه: پلان لري په هغو سيمو کې چې وسله وال مخالفين فعاليت لري دهغو دځپلو لپاره پراخ عمليات ترسره کړي.
همت په دغه ولايت کې د داعش دشتون په باب وويل : دلته د داعش مرکزونه نشته خو دهغو وسله والو کسانو په لرې پرتو سيمو کې دجلب او جذب فعاليتونه پيل کړي دي او هغوى په دې برخه کې رپوټونه هم ترلاسه کړي دي.
د ده د څرګندونو له مخې : دنورګل، شيګل او چپې درې په ولسواليو کې د داعش د فعاليتونو په باب رپوټونه شته خو دوى هغوى ته دمرکزونو دجوړولو اجازه نه ورکوي خو جمعه ګل همت وويل :دنادې او غازي آباد ولسواليو په تګلورو کې امنيتي ستونزې شته چې دهغو دلرې کولو لپاره هلې ځلې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته