سیاست

د سولې په چارو کې د دولت وزارت مشورتي ناسته جوړه شوه

کابل /  د چنګاښ ٦ مه / باختر
د جمهورريیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو د انسجام چارو مرستیال عبدالخالق بالاکرزي د مشورتي لویې جرګې د اداري پلاوي له یو شمېر غړو او د کاري کمېټو له مشرانو سره د سولې په بهیر کې د هغوی د نظرونو او وړاندیزونو ترلاسه کولو لپاره وکتل.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې مشورتي ناسته کې ګډونوالو د سولې بهیر په اړه خپلې اندېښنې، پوښتنې او وړاندیزونه د سولې په چارو کې د دولت وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.
د ناستې غړو د سولې د مشورتي لویې جرګې د اهمیت او د دغې جرګې د غړو پر انتخابي‌والي په ټینګار سره وویل چې دوی د ټولنې د بېلابېلو پاړکو د خلکو رښتیني استازي دي او له همدې امله د سولې په بهیر کې د دغه جوړښت د لاډېر مشارکت غوښتونکي شول.
هغوی همدا راز له دې امله چې حکومت د مشورتي لویې جرګې د ۲۳ماده ‌یيز پرېکړه ‌لیک د پلي کېدو اقدام کړی دی، مننه وکړه.
د ناستې ګډونوالو زیاته کړه چې د افغانانو په مالکیت د سولې بهیر ملاتړي دي او خپلې مشورې او نظرونه به له مسوولانو سره شریک کړي. هغوی همدا راز وغوښتل چې حکومت دې د لا ډېرې همغږۍ او د اړیکو د تداوم زمینه برابره کړي.
د جمهوررييس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي په دې ناسته کې د سولې د مشورتي لویې جرګې د اداري پلاوي له غړو او د کاري کمېټو د مشرانو د ګډون مننه وکړه او د ګډونوالو پوښتنو او اندېښنو ته یې ځوابونه ورکړل.
رحیمي د سولې بهیر په بيولو کې د سولې د مشورتي لویې جرګې اهمیت ته په اشارې سره وویل چې د سولې مشورتي لویه جرګه د هېواد په هر ګوټ کې له خلکو سره د اغېزمن ارتباط وسیله ده او له همدې امله کولی شي د سولې په بهیر کې د خلکو نظرونه شامل کړي.
رحیمي همدا راز ټینګار وکړ چې د سولې مشورتي لویه جرګه د سولې په بهیر کې د عطف ټکی و او د دغه بهیر تر پایه به مراجعه ورته کېږي.
دغه مشورتي ناسته له بېلابېلو پاړکو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مشورتي ناستو په لړ کې ترسره شوه.
پاى / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته