ټولنه

په بغلان کې په کارګرو ماشومانو خوراکي توکي وويشل شول

-پلخمري باختر دغبرګولي پنځه ويشتمه :
په بغلان ولايت کې پرون  په يوشمير کارګرو ماشومانو خوراکي توکي وويشل شول .
دباختراژانس دخبرله مخې ، په يوديرشو ماشومانو چې په پلخمري ښار کې په شاقه کارونو بوخت دي هريوه ته يې  داسلامي ويښتيا دټولنې له خوا يوه پنځوس کيلويي بورۍ اوړه ، شل کيلوګرامه وريجې  ، پنځه ليټره غوړي ، يومن بوره ، نيم من لوبيا ، او نيمه کيلو چاى  ورکړى شول .
  دبغلان دځوانانو داسلامي ويښتيا دټولنې مسوول ميراقا افضلي دباختراژانس خبريال ته وويل  چې مرسته شوي  خوراکي توکي دملي سوداګرو او دخصوصي متشبثينو په همکارۍ  دروژې دمبارکې مياشتې په مناسبت برابر شوې و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته