امنیت

په چاوديدونکو توکو بار يو موټرسايکل ترلاسه شو

کابل باختردزمري دري ويشتمه :
د قندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې په  چاوديدونکو  توکوبار يو موټر سايکل ترلاسه  او شنډکړى شو.
د ملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي اردو منسوبينو دقندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتو کې دامنيتي دندو په بهيرکې په چاوديدونکو توکو بار يو موټرسايکل مخکې له دې چې وچول شي، کشف اوشنډکړ.
ديوبل خبرله مخې :  د ملي  اردو منسوبينو يو ماين ښخوونکي دميدان وردګو ولايت د سيدآباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يوه ماين د ښخولو په وخت کې ونيوه او هغه وسايل  چې په ماين  جوړولو کې کارول کيدل هم ترلاسه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته