ورزش

دتاجکستان دکرکټ ملي ټيم خپله دويمه لوبه هم د افغانستان دکرکټ دالف ټيم په وړاندې بايلوده.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٩
دافغانستان دکرکټ د الف ټيم  پرون  په  دويمه لوبه کې هم د تاجکستان دکرکټ پرملي ټيم بريالى شو.
دهيواد دکرکټ الف ټيم چې درې  ورځې مخکې لومړى  لوبه  دتاجکستان دکرکټ له ملي ټيم سره تر سره کړه  هم خپل سيال ته  ماتې ورکړې  وه .
دهيواد دکرکټ بورد د رسنيو ويندوى  او مسوول فريد هوتک نن دباختر آژانس خبريال ته وويل :  دغه سيالۍ چې له دريو ورځو راپه دې خوا دافغانستان دکرکت دالف ټيم او دتاجکستان دکرکټ دملي ټيم ترمنځ په جلال آباد  ښار کې پيل  شوې دي تراوسه پورې يې په  دوه پنځوس آوره لوبو کې د تاجکستان ټيم ته ماتې ورکړې ده
په دويمه لوبه کې چې دافغانستان او دتاجکستان دکرکټ  ټيمونو ترمنځ ترسره شوه لوبه دافغانستان دکرکټ ټيم پيل کړه دپنځو لوبغاړو په سوځيدلو سره يې دتاجکستان ټيم ته  دوه سوه اتيا  منډې هدف وټاکله چې  دغه ټيم  ونه کړاى شول دغه هدف پوره کړي او په يو سلو پنځه اويا منډو يې لوبه دافغانستان د کرکټ دالف ټيم ته بايلوده او ددغې سيالۍ غوره لوبغاړې لطيف ترکى  وچې  يو سلو اتلس منډې يې وکړې .
ديادونې وړ ده چې ټاکل شوې ده سبا دافغانستان دکرکټ ټيم دتاجکستان دکرکټ له ملي ټيم سره  وروستۍ شل آوره لوبه  تر سره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته