امنیت

په هرات ولايت کې د راکټي بريدونه مخه ونيول شول

کابل باختر دوري دمياشتې١نيټه :
د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د راکټي بريدونو مخه ونيول شول .
څوتوغندي چې په دولتي تاسيساتواو استوګنې کورونو باندې د توغولو په مقصد ځاى پرځاى شوي و؛ دملي اردو دځواکونو له خوا کشف اوشنډ کړى شوي دي .
په هرات ولايت کې ميشت دملي اردو يوه مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه توغندي سکرشل و چې دملي اردو دګزمې په بهيرکې د شينډنډ ولسوالۍ په کودي سيمه کې کشف اوشنډ کړى شوي دي.
ددغې تروريستي پيښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى خو د ملي اردو مامورينو ددغو کسانو د نيونې او پيژندلو لپاره پلټنې پيل کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته