کابل باختر دمرغومي دوه ويشتمه :
په پنجشير ولايت کې تېره شپه يوې ميرمنې پنځه ماشومان وزيږول چې ټول يې ښه روغتيايي حالت لري .
دغه ميرمن پنځه ويشت کلنه او د پروان ولايت دګلبهار اصلي اوسيدونکې ده چې د پنجشير ولايت د ايمر جنسي په روغتون کې يې دغه ماشومان وزيږول.
د پنجشير ولايت د ايمرجنسي روغتون مسوول ډاکتر اکبرخان باخترآژانس ته وويل: دغې ميرمنې په لومړى زيږون کې پنځه ماشومان چې ښه روغتيايي حالت لري؛ وزيږول .
ده وويل: دغه ميرمن به له پنځوماشومانو سره د څه مودې لپاره د ښې روغتيايي ساتني لپاره په دغه روغتون کې پاتې شي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ