سیاست

په ابوظبي کې دافغانستان دحالاتو څيړنه

کابل باختر د زمري دويمه :
ټاکل شوې ده  دافغانستان ، امريکا ، سعودي عربستان او دعربي متحده اماراتو دهېوادونو دملي امنيت دسلاکارانو څلور اړخيزه غونډه دعربي متحده اماراتو په ابو ظبي  ښار کې جوړه شي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې غونډه کې به د امنيتي موضوعګانو په باره کې خبرې وشي .
دافغانستان دملي امنيت دمشاوريت  ددفتر وياند قادر شاه وايي چې دملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر په دې غونډه کې  دګډون په موخه دابوظبي ښار ته رسيدلى دى .
قادر شاه وايي چې دلومړى ځل لپاره ورته غونډه دروان ميلادي کال دمارچ په مياشت کې په واشنګتن کې جوړه شوې وه .
دابو ظبي  غونډه په داسې حال کې جوړيږي چې دنړۍ په کچه ډار اچوونکو فعاليتونو زور اخستى دى او دنړۍ  د هېوادونو په وړاندې ديوه ورځ په ورځ  زياتيدونکي ګواښ په توګه دى .
دې کار دنړۍ هېوادونه دې ته اړ ايستلي دي چې دتروريستي شبکو پرخلاف په يوه واحد دريځ کې ودريږي او يوه بين المللي  اجماع جوړه کړي
دابو ظبي  غونډه هم کيداي شي دهمدغو هڅو يوه برخه وي په دې غونډه کې به دافغانستان په اړوند چې له بل هر هيواد څخه زيات له ډار اچوونکو فعاليتونو څخه کړيږي  خبرې وشي .
داچې  دابو ظبي  غونډه به په افغانستان کې دحالاتو په ښه والي څه اغيزه وکړي غبرګونونه ډول ډول دي .
دچارو کارپوه  جاويد کوهستاني ددغې غونډې په اړوند د باختراژانس خبريال ته خپل نظر داسې څرګند کړ او ويې ويل چې له هېواد څخه بهر دغه شان غونډې نه شي کولاى  دافغانستان په حالاتو اغيزه وکړي که چيرې دغه شان غونډې دهېواد په دننه کې جوړې شي او درسنيو له لارې له خلکو سره شريکې  شي په هېواد کې دډار اچوونې پرخلاف دمبارزې له پياوړتيا او دحالاتو له ښه والي سره به مرسته وکړي .
کوهستاني وويل موږ دزياتو غونډو شاهدان وو چې دنظر وړ موخه ورڅخه نه ده ترلاسه شوې او دهرې ورځې په تيريدو سره سازمان موندلى تاوتريخوالى زياتيږي او بنستپالې ډلې  دهرې ورځې په تيريدو سره جوړيږي .
ده وويل هيله لرو چې دغه غونډې په افغانستان کې د جګپوړو مقاماتو په ګډون جوړې شي چې زموږ خلک هم پرې خبر شي .
  ختم_ عطاالله _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته