سیاست

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د وسله ‎والو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ غونډه جوړه شوه

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې١مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني په مشرۍ پرون مازیګر د وسله‌ والو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ غونډه په ګلخانې مانۍ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
  د غونډې په پیل کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو لومړی فراه ولایت ته د خپل سفر راپور وړاندې کړ.
دغه راز یادو مسوولینو د فاریاب، بغلان، جوزجان، کندز، بدخشان، پکتیا، پکتیکا، غزني، ارزګان، زابل، هلمند، فراه، غور، بلخ او بادغیس ولایتونو د امنیتي وضعیت او پلانونو په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.
جمهوررئیس د یادو معلوماتو له اورېدو وروسته په پورته ذکر شویو ولایتونوکې د امنیتي وضعیت د ښه والي او د دښمن د تحرکاتو د دفع او ځپلو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
په همدې ترتیب د وسله ‎وال پوځ د اعلي سرقوماندانۍ په غونډه کې په جوزجان او د هېواد په نورو شمالي ولایتونوکې د وروستیو سېلابونو له زیانمنو شویو سره د بېړنیو مرستو په اړه هم خبرې وشوې او څرګنده شوه چې له زیانمو شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې شوي او زر تنه یې د ملي دفاع وزارت په هلیکوپترونو کې مناسبو ځایونو ته لېږدول شوي دي.#
پاى_ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته