ټولنه

افغانستان او ترکيه خپلو نږدې همکاريو ته دوام ورکوي

کابل باختر د غبرګولي اوومه :
اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون د افغانستان لپاره د ترکيې جمهوريت له سفير اوزان ارطغرل سره په سپيدار ماڼۍ د خپل کار په دفترکې وکتل.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
اجراييه رييس په دې کتنه کې ترکيې ته د خپل وروستي سفر په بهيرکې د دغه هېواد د جمهوررييس د کوربه توب له امله مننه وکړه او د دواړو دوستو او ورونو هېوادونو ترمنځ يې د نږدې همکاريو پر دوام ټينګار وکړ .
  په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو، په افغانستان کې د ترکي شرکتونو پانګونې، د جمهوري رياست د ټاکنو، د سولې د خبرو اترو او په هېوادکې د وروستيو سياسي بدلونونو په باب خبرې اترې وکړې. 
  ختم_  فرشته _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته