کابل باختردليندۍ دمياشتې٤ نيټه :
په کاپيسا ولايت کې نن د دوو کانالونو او د اوبو د يو بند د جوړولو کار بشپړ شو.
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو مسوول حبيب بهزاد باختر آژانس ته وويل: دغه پروژې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د اوبو رسولو د ملي پروګرام له لارې د پنځه ويشتو ميليونو افغانيو په لګښت عملي شوې دي.
د بهزاد د څرګندونوله مخې، د دغو پروژو له اسانتياوو څخه ٥٠٠ کورنۍ ګټه اخلي.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ