نړۍ

نړيوالې ټولنې له سوريې سره دلسو ملياردو ډالرو ژمنه وکړه .

کابل باختر د سلواغې شپاړلسمه :
نړيوالې ټولنې دبشري مرستو لپاره  له سوريې سره  دلسو ملياردو ډالرو ژمنه وکړه
  دملګروملتو دسازمان  عمومي منشي  بانکي مون  ددغې ژمنې  هرکلى وکړاو ويې ويل  چې نړيواله ټولنه  له  يو بحران ځپلي هيوادسره  دمرستې لپاره  په يوه ورځ کې  هيڅکله  دومره پيسې  نوې راټولې کړې .
  له  سوريې سره  ددغو مرستو ژمنه  په داسې حال کې وشوه  چې په سوريې کې  دروسيې هوايي بريدونه زور اخستي دي  او په  ژينو کې  ددغه هېواد دسولې خبرې اترې  په موقتي ډول ځنډولي دي .
په هغه کنفرانس کې چې  پرون  په لندن کې جوړ شو تر ٢٠٢٠ کال پورې  له سوريې سره  ديو اعشاريه  پنځه اويا ملياردو ډالرو مرستې  ژمنه وشوه .
دامريکا دبهرنيو چارو وزير  جان کري په مشرۍ  دامريکا هئيت  دنهه سوه مليونو ډالرو مرستې ژمنه وکړه  چې په دغې مرستې سره له سوريې سره  دامريکا  بشري مرستې  پنځه اعشاريه يو ملياردو ډالرو ته رسيږي .
جرمني وويل  چې دسوريي  له پناه غوښتوونکو سره دمرستې لپاره تر ٢٠١٨ کال پورې دغه هېواد ته دوه اعشاريه پنځه مليارده ډالره برابروي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته