واشنګتن – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٣
دوالستريت ژورنال ورځپاڼې خبر ورکړى دى چې امريکا له افغانستان سره دموافقه ليک دلاسليک کولو ته سترګې په لاره ده .
ورځپاڼې په خپلې پرونۍ ګڼه کې دامريکا ديو جګپوړي مقام له خولې وليکل که چيرې دافغانستان جمهور رييس حامد کرزى دحل د لارې يوه برخه نه دى موږ بايد له هغه وروسته دورې ته سترګې پرلاره و اوسو.
امريکا ښايي په افغانستان کې دخپل جنګي ماموريت په رسمې پاى ته رسيدو سره خپل څه ناڅه لس زره تنه عسکر له تروريزم سره د مبارزې او افغان ځواکونو د روزنې په خاطر وساتي .
واشنګټن ټينګار کوي چې بايد دخپلو ځواکونو له ايستلو مخکې په افغانستان کې دخپلو سرتيرو د يوې لږې برخې دپاتې کولو لپاره له افغانستان سره موافقې
ته ورسيږي.
سپينه ماڼۍ وايي چې د يوه دوه اړخيز موافقه ليک په نشتوالي کې امريکا غواړي د روان کال په پاى کې خپل ټول عسکر له افغانستان څخه وباسي .
حامد کرزي دايو پوچ ګواښ وباله او ويلي يې دي چې هر راز امنيتي تړون بايد دوري دمياشتې له انتخاباتو وروسته لاسليک شي.
والستريت ژورنال ليکلي دي دعسکرو د کمښت لپاره دبيا کتنې طرحه دهغه پروګرام پربنسټ دى چې د امريکا د دفاع وزارت د جنوري په مياشت کې وړاندې کړه . دغه طرحه له ٢٠١٤ م کال وروسته دلسو زروتنو عسکرو دپاتې کولو طرحه په څو اډو کې محدود وي.
ددغې ورځپاڼې دڅرګندونو له مخې : دکمښت په دغه پروګرام کې يو شمير عسکر د دوو کلونوپه بهير کې يعنې د ٢٠١٧ کال ، تر پيل پورې په پام کې نيول شوى دى چې دامريکا دجمهور رييس بارک اوباما د جمهوري رياست د دويمې دورې له پاى ته رسيدو سره برابره ده .
په دې ډول په افغانستان کې دامريکا دسفارت له پوځي پرسونل پرته ټول عسکر
له دغه هيواد څخه وځي.
0 1 دقیقه لوستل