کابل باختر دليندي نولسمه :
دکندز ولايت دملي امنيت منسوبانو پرون دوه تنه له لسو تومانچو سره ونيول .
دکندز ولايت دملي امنيت يوخبرځاى نن رسنيو ته وويل دغه دوه تنه هغه وخت ونيول شول چې غوښتل ېې لس تومانچې د يو موټر په واسطه وسله والو طالبانو ته وليږدوي .
خبرځاى زياته کړه چې نيول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف کړى دى .
ديوبل خبرله مخې ، يو وسله وال طالب له يوې وسلې او مخابرې سره دکندز ولايت دملي امنيت درياست دمنسوبانو له خوا ددغه ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې ونيول شو . ختم_عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ